Page 1 of 1

سلامونه مې ومنئ! [Pashto]

Posted: 2012-05-05, 7:28
by نړیوال
درنو وروڼو او خويندو! هیله ده روغ رمټ به ياست. زه ستاسې نوی ملګری یم. زما مورنۍ ژبه پښتو ده او تر څنګ ېې په ځينې نورو ژبو هم خبرې او ليک لوست کولی شم.
که د پښتو ژبې په اړه مو کومه ستونزه درلوده نو هيله ده زما سره په اړيکه شئ. زه به تر خپله وسه ستاسې مرسته کوم.
په درنښت

Re: سلامونه مې ومنئ!

Posted: 2012-05-05, 17:44
by Rémy LeBeau
ستړی مه سې وروره۔ زما هيله دا ده چې ستاسې له راتګ سره دا فوروم بالاخره فعال سي۔

متأسفانه ډېر لږ خلك غواړي پښتو زده وكړي۔ خو زه لا تراوسه يې زده كوم او ان شاء الله هره ستونځه چې ورسره مخامخ كېږم به ستا د مرستې سره يې حل كړم۔

Re: سلامونه مې ومنئ!

Posted: 2012-05-06, 9:24
by نړیوال
خیرونه یوسې ورورجانه!
زه به تر خپله وسه هڅه او کوښښ خامخا کوم، خو لا د دې فور سره ډېر آشنا نه یم. هیله ده ورو ورو ورسره بلد شم او خپل مسؤوليت ادا کړی شم.
په درنښت